د افغانستان د تکواندو پخواني ملي لوبغاړي «فرزاد منصوري» د فرانسې په نړیوالو «جییک» سیالیو کې د ۷۸ کیلوګرامه وزن په برخه کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
د افغانستان د تکواندو پخواني ملي لوبغاړي فرزاد منصوري د فرانسې، بورکینافاسو او افریقا د نورو سیالانو په ماتولو سره پایلوبې ته ورسېد؛ خو د پایلوبې په سیالۍ کې، د ټپ له امله له ایراني سیاله ماتې وخوړه او د سپینو زرو په مډال يې وګاټه.
باید وویل شي چې د فرانسې دا نړیوالې «جییک» سیالۍ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د تکواندو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.
د یادولو ده، چې ښاغلی منصوري څلور کاله د افغانستان د ملي لوبډلې غړی و خو ۲۰۲۱ کال کې یې تر سیاسي بدلونونو وروسته انګلستان ته ولاړ.


