د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د مسافر وړونکي بس د چپهکېدو له امله یو کس مړ شوی او ۲۸ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، شپږ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.
د زابل مسوولینو اعلان وکړ چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د کابل-کندهار په لویه لاره د شاهجوی ولسوالۍ په بازارګان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو مسافر وړونکی بس له هرات څخه کابل ته روان و او چپه شو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو کس مړ شوی او ۲۸ نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ۱۸ نارینه، شپږ ښځې او څلور ماشومان شامل دي.
د مسوولینو په وینا، له پېښې وروسته، ترافیک پولیس او نور امنیتي ځواکونه په لنډ وخت کې د پېښې ځای ته ورسېدل. د لومړنۍ مرستې ترلاسه کولو وروسته، ټپیان د درملنې لپاره نږدې طبي مرکز ته ولیږدول شول.
د کابل-کندهار لویه لاره په افغانستان کې یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده او هر کال د ګڼو ترافیکي پیښو شاهده وي. کارپوهان په دې لاره کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي تر ټولو مهم عوامل ناقانونه سرعت، د موټرو خرابوالی، د سړک د ځینو برخو خراب حالت او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي یادوي.


