خانهافغانستاند ایران له زندانونو څخه څه باندې ۱۶۰ تنه افغانان هېواد ته...

د ایران له زندانونو څخه څه باندې ۱۶۰ تنه افغانان هېواد ته راولېږدل شول

د ا.ا د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي، چې د دوی په هڅو د دریو ښځو په ګډون ۱۶۴ افغانان د هغوی په خوښه د نيمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته راولېږدل او یادې ادارې ته وسپارل شول. دا له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور محکوم په حبس افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي ریس محمدیوسف مستري، د دغه بهیر عملي کېدو په موخه نوموړي ولایت ته په سفر تللی وايي، یاد شمېر محکومین به د خپل حبس پاتې موده دلته د دې ادارې تر چتر لاندې زندانونو کې تېروي.

ښاغلی مستري زیاته کړه: « ما د نیمروز د زندان مسوولینو ته سپارښتنه کړې، څو له ایرانه رالېږدو شویو محبوسینو ته ډېره پاملرنه وکړي او د انساني او شرعي حقونو په نظر کې نیولو ورته لومړی روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او بیا ورته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي».

د یادولو ده چې ا.ا له راتلو وروسته دا له ایرانه د افغان زندانیانو د رالېږد د دولسم پړاو لومړۍ جوپه وه او ټاکل شوې چې یو شمېر نور محکوم په حبس افغانان هم له ایرانه خپل هېواد ته رالېږدول شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه