د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې بنګلهدېشۍ لوبډلې ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د لوبې پچه بنګلهدېشۍ لوبډلې وګټله او د توپوهنې په برخه کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو او د ۴۹ اورونو په لوبولو افغان لوبډلې ته ۲۲۲ منډې هدف وټاکه.
د توپ اچونې په برخه کې دوو افغان لوبغاړو «راشد خان او عظمت عمرزي» درې – درې وېکټې ترلاسه کړې، او مقابله لوبډله یې له ۲۲۱ زیاتو منډو جوړولو ته پرېنښودله.
افغان لوبډلې د توپوهنې په برخه کې د لوبې ښه پیل وکړ. رحمن الله ګربز او رحمت شاه نیمه سلیزې جوړې کړې، او د لوبې په ۴۸ ام اور کې د محمد نبي په یوې لوړې شپږیزې د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د افغانستان په بریا پایته ورسېده.
د ویلو ده چې د توپوهنې په برخه کې عظمت الله عمرزي هم په ۴۴ بالونو ۴۰ چټکې منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د روانې یو ورځنۍ لوبلړۍ دویمه لوبه راتلونکې شنبې (اکتوبر ۱۱مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ لوبغالي کې کېږي.


