خانهنړۍد حماس او اسرائیل د اوربند هوکړه؛ د بندیانو خوشې‌کېدل به ژر...

د حماس او اسرائیل د اوربند هوکړه؛ د بندیانو خوشې‌کېدل به ژر پیل شي  

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د غزې جګړې د پایته‌رسولو لپاره د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې په لومړي پړاو کې حماس او اسرائیل هوکړې ته رسېدلي دي. 

دا  راپورونو له مخې چې دا هوکړه پرون چهارشنبې شوې چې له مخې به یې په غزه کې اوربند او د ټولو بندیانو خوشې‌کېدل شامل وي. 

د فرانسې خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې ۲۰ ژوندي اسراییلي بندیان به د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي او دا تبادله به د هوکړې د عملي کېدو له پیل څخه په ۷۲ ساعتونو کې ترسره شي.

ویل کېږي چې دا هوکړه‌لیک به نن پنجشنبې غرمه مهال د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي، او په راتلونکو ورځو کې به د بندیانو خوشې‌کېدل پیل شي.

بلخوا د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو او اشخاصو له دې هوکړې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د غزې جګړه باید نور پایته ورسېږي.

په ورته مهال د غزې اوسېدونکي هم هلته د اوربند دې هوکړې ته خوشحاله دي او همداراز حماس ویلي چې له دې خبرو یې موخه د فلسطیني ملت پر وړاندې د جګړې درول او له غزې تړانګې د اسرائیلي ځواکونو شاتګ دی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه