خانهافغانستاند نجونو د زده‌کړو ځنډېدل؛ یوناما وايي، نجونې او ښځې دې تخنیکي...

د نجونو د زده‌کړو ځنډېدل؛ یوناما وايي، نجونې او ښځې دې تخنیکي او حرفوي زده‌کړو ته لاسرسی ولري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې، روزا اوتنبایوا نن دوشنبه د سلواغې ۱۷مه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د ښځو او نجونو فعالیت او ونډه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین بللي دي.

د یوناما دفتر په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې دا کتنه پرون یکشنبه د سلواغې ۱۶مه شوې او په تخنیکي او مسلکي مرکزونو کې د نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۵۰۰ ورځو په پوره‌کېدو سره لا هم په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي.  

پر دې سربېره د ۲۰۲۲ په دسمبر کې پوهنتونونو او غیردولتي ادارو ته د ښځو او نجونو پر تګ هم بندیز ولګول شو. 

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه