د ابوظبي د تېلو ملي شرکت (ادنوک) ویلي، چې تېره ورځ پنجشنبه د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پرمهال د دوی دوه کښتۍ برید شوې، خو هېڅوک ټپي شوی نه دی. له دې سره د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه “د ایران لخوا دښمنانه برید” بللی او ویلي یې دي چېسپاه پاسدارانو د سوداګریزو کښتیو په نښه کولو سره “د سمندري غلو اعمال” ترسره کړي دي.
د رویټرز په وینا، د متحده عربي اماراتو چارواکو ایران د برید په ترسره کولو تورن کړی، خو تهران په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د راپور له مخې، ادنوک وویل چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او په دې پېښه کې هېڅ ټپي شوی نه دی.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د هرمز تنګي د “اقتصادي فشار یا بلیک میل کولو وسیلې” په توګه کارول د سیمه ایز ثبات او نړیوال انرژۍ امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.
باید وویل شي چې د متحده عربي اماراتو دولتي ادارې او د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د کښتیو د نومونو، د دوی د کارګو او د احتمالي زیان د کچې په اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.
د یادولو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اوسپاه پاسدارانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


