خانهافغانستاند پاکستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ افغانان راخوشې شوي

د پاکستان له زندانونو نږدې ۹۰۰ افغانان راخوشې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان وکړ، چې ۸۸۰ افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي. وزارت ویلي چې دوی د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي. د وزارت په وینا، دا کسان پاکستان کې د استوګنې اسناد نه درلودلو په تور بندیان شوي وو.

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت نن(پنجشنبه، د زمري ۸مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې ۷۱۳ کسان د تورخم له لارې او ۱۶۷ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: “په یاد شویو اشخاصو کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي چې په هغه هېواد کې د مختلفو دلایلو له امله بندیان شوي وو او مختلف وختونه یې په بند کې تېر کړي وو. دغو کسانو کې ۷۱۳ کسان د ننګرهار لایت د تورخم خیالي کرښې له لارې افغانستان ته راستانه شوي وو او ۱۶۷ کسان د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي وو.”

د معلوماتو پر بنسټ، دوی د ځای پر ځای کولو څانګو سره د نوم لیکنې او د شریکو ادارو په مرسته خپلو اصلي ځایونو ته لیږدول شوي وو.

په پاکستان کې د اسنادو پرته د افغان کډوالو توقیف دوام لري. ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پروسه ودروي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه