د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړی چې پرون (شنبه) یې د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې د اوکراین ۳۳۹ نورې ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا الوتکې له تېرو ۱۳ ساعتونو راهیسې د مسکو په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې رانسکورې شوې دي.
تر دې مخکې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و چې وړمه ورځ د روسیې «سنټ پیټرزبورګ» ښار کې ته نږدې د ۲۵ ډرون بریدونو له شنډېدو خبر ورکړی دی.
هغه مهال دا نه وه روښانه شوې چې دا ډرون بریدونه له کوم لوري شوي، خو اټکل شوی و چې اوکراین به په دغو بریدونو کې لاس ولري.
د نړیوالو رسنیو په راپورونو کې د روسي چارواکو د اوکراین د دغو تازه بریدونو له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
اوکراین تر دې مخکې هم د روسیې پر بېلابېلو ښارونو لسګونه ډرون بریدونه کړي چې ځینو بریدونو یې په روسیه کې ځاني او درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
څو ورځې مخکې هم اوکراین پر روسیې ورته بریدونه وکړل چې د مسکو له لوري د غندنې ترڅنګ لسګونه زدهکوونکو ته د مرګژوبلې اوښتو لامل بلل شوي وو.
د اوکراین له هغو بریدونو وروسته روسیې پر اوکراین پراخ بریدونه وکړل او د دغه هېواد ډېری تاسیسات وویشتل شول.
د یادولو ده چې د روسیې – اوکراین جګړه له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې روانه ده او د امریکا په ګډون له نړیوالو هڅو سره سره لا هم د دواړو لوریو ترمنځ اوږدمهاله اوربند نه لیدل کېږي.


