په لغمان کې د کډوالۍ څخه راستنېدونکو کورنیو یو موټر چپه شوی، چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي دي. د مسوولینو په وینا، په مړه شوو کسانو کې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې هم پکې شاملې دي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي نن(شنبه، د مې ۳۰مه) خامه پرېس ته وویل چې د ژغورنې ځواکونه په وخت سره د پېښې ځای ته ورسېدل او ټپیان یې د ننګرهار سیمهییز روغتون ته انتقال کړل.
د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز وویل چې دا پېښه نن سهار ۵:۳۰ بجې د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان څلور لارې ته نږدې رامنځته شوه. د هغه په وینا، په دې پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې دا کورنۍ څه موده وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې وې او له کونړ څخه کابل ته په یوه ډله کې سفر کاوه چې موټر یې چپه شو، چې له امله یې درنه مرګژوبله واوښته.
د مسوولینو په وینا، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.


