خانهافغانستاننن د ښکلې پښتو ژبې ورځ ده

نن د ښکلې پښتو ژبې ورځ ده

نن د غبرګولي ۸مه د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. د پښتو ژبې مخینه زرګونو کلونو ته رسېږي، او د نړۍ د ۵۰ لومړنیو ژبو په نوملړ کې ځای لري. پښتو افغانستان کې د ملي او رسمي ژبې حيثيت لري

نن د پښتو ورځې د ټاکل کېدو ۱۶مه کليزه ده، دا ورځ هر کال د غبرګولي پر ۸مه او د مې پر ۲۹مه په افغانستان، پښتونخوا او ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

پښتو ژبې ته د یوې ځانګړې ورځ ټاکلو وړاندیز په ۲۰۱۰م کال کې يو پښتو کنفرانس پر مهال «نور رحمان ليوال» وکړ او وروسته د دې ژبې د لیکوالانو او مخورو په هوکړې د غبرګولې ۸مه د پښتو ورځ ونومول شوه.

پښتو افغانستان کې د ملي او رسمي ژبې حيثيت لري او د بېلابېلو څېړنو له مخې د افغانستان د ۳۰ میليونه نفوس څخه يې څه باندې ۵۰ سلنه پښتانه دي.

که څه هم پښتو ژبه له بېلابېلو اړخو له ننګونو سره مخ ده خو له نېکمرغه په لومړي ځل ۱۹۸۴ کال کې ټکنالوژي ته ننوته او په کمپيوټر کې وکارول شوه چې له هغه وروسته سلګونه وېبپاڼې، راډيو او ټلویزیونونه په دې ژبه خپل نشرات مخته وړي او دا مهال پښتو ژبه د نړۍ له ويښو او پرمختیايي ژبو له ډلې شمېرل کیږي

پښتانه افغانان دا ورځ د خپلو کورنيو،‌ ملګرو او خپلوانو سره يو ځای نمانځي هغوی ته د پښتو ورځ مبارکي ورکوي،‌‌ پر ټولنيزو پاڼو د پښتو ورځ پيغامونه خپروي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه