خانهافغانستانفراه کې ترافیکي پېښې پنځه تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

فراه کې ترافیکي پېښې پنځه تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د فراه مسوولین وایي، د دغه ولایت په «فراه‌رود» ولسوالي کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن(پنجشنبه، د مې ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د فراه‌رود ولسوالۍ په «اب‌خرما» سیمه کې د اکوا او پاسو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

په دغې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور سخت ټپیان شوي دي. په مړه شوو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

ویل شوې چې امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د یادولو ده چې دوه ورځې مخکې هم په فراه ښار کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي وو.

بلخوا ا.ا بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.  

څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په لویو مسافر وړونکو موټرو کې زرګونه «جي‌پي‌اېس» الو له نصبېدو خبر ورکړی و. 

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه