د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ۲۰۲۳زېږدیز کال په لومړیو یوولسو میاشتو کې د یو میلیارد او ۷۱۷میلیون ډالرو په ارزښت توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت نن ( دوشنبه د لیندۍ ۱۳مه) په اېکس ټولنیزه شبکه کې په دې کچه صادرات د هېواد د صادراتو په تاریخ کې یو بې ساری ګام بللی دی او ویلي یې دي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

سرچینې ویلي، ددې صادراتو ۷۶ سلنه یې وچې او تازه مېوې، زعفران، قالینې، د ډبرو سکاره او یو شمېر نور توکي جوړوي او د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې پاتې ۲۴ سلنه یې نور بېلابېل صادارتي توکي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت دغه راز ویلي، چې ۹۷ سلنه توکي پاکستان، ایران، سعودي عربستان، هندوستان، چین، متحده عربي امارت، تاجکستان، ازبیکستان او قزاقستان ته او پاتې ۳ سلنه یې د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.