د سرچينې د معلوماتو له مخې، د زهرا په نامه دا ښځه د قيصار ولسوالۍ د خواجه زاهد خان کلي اصلي اوسېدونکې وه او د تېره پنجشنبه د کب ١٨مه یې د تېزاب په څښلو سره خپل ژوند پاى ته ورسولی دی.
که څه هم د دې ځانوژنې انګېزه نه ده په ډاګه شوې، خو ځايي سرچينې ویلي چې دې مېرمنې ځکه ځانوژنه کړې خاوند یې د دویم واده نیت درلود.
په ورته وخت کې د فاریاب سیمهییز مسولین د دې ځانوژنې لامل کورنۍ ستونزې بولي.
د لومړنيو څېړنو له مخې، د دې ښځې خاوند د کورنۍ شخړې پر مهال خپل ورور په چاقو ټپي کړى و.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم د دغه ولایت په «راغستان او خواجه سبز پوش ولسوالیو» کې دوو ښځو ځانوژنه کړې وه.
په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی، له زدهکړو او کار څخه محرومیت او جبري ودونه ښوول شوي دي.


