خانهافغانستانخبرياله صوفيا محمدزۍ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې

خبرياله صوفيا محمدزۍ د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې

افغان خبرياله صوفيا محمدزۍ له کلونو رنځ او کړاو وروسته تېره ورځ د سرطان ناروغۍ له امله په هند کې مړه شوې ده.

 صوفیا محمدزۍ  له کلونو راهیسې په سرطان ناروغۍ اخته وه، تېر ورځ (چهارشنبه، د زمري ۲۱مه) د هند په یوه روغتون کې مړه شوه.

دغه پخوانۍ افغان خبریاله د ژوند په وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو څخه هم کړېده او هغه ډول چې په کار وه لاسنېوی یې ونه‌شو. په تېره اوونۍ کې یو شمېر خبریالانو د دغه مړې شوې خبریالې د لاسنېوي او درملنې لپاره د مرستو راټولونې یو کمپاین هم په لاره اچولی و.

سلام‌وطندار رسنۍ هم پر خپلې فېسبوکپاڼې په دغه اړه لیکلي، «صوفیا محمدزۍ څو کاله له دغې راډیو سره د خبریالې، نطاقې او پروډیوسرې په توګه او ګڼو نورو رسنیو او ادارو سره دنده ترسره کړې ده. د خپلو همکارانو او دوستانو ترمنځ د یوې هڅاندې، ژمنې او مسولیت‌منونکې خبریالې په توګه پېژندل کېده.»

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صوفیه محمدزۍ مړینه د افغانستان د رسنیو لپاره ضایع وبلله.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه