خانهافغانستاند پاکستان له زندانونو خوشې شوي بندیان هېواد ته راستانه شول

د پاکستان له زندانونو خوشې شوي بندیان هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې روانه اوونۍ د پاکستان له زندانونو څخه ۸۷۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت نن(پنجشنبه، د زمري ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۸۱۰ یې له تورخم او ۶۵ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت همداراز زیاتوي، په یادو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل وو چې د بېلابېلو لاملونو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیان وو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.

باید وویل شي چې په پاکستان کې د اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول دوام لري. ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو پروسه ودروي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه