خانهافغانستاند انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ له دې پدیدې...

د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ له دې پدیدې د خلاصون غوښتنه

نن(پنجشنبه، د جولای ۳۰مه) په ټوله نړۍ کې د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. د دې ورځې موخه د انسانانو د قاچاق د ګواښونو په اړه د پوهاوي لوړول او د دې پدیدې د قربانیانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې پام ځانته اړول دي.

په ۲۰۱۳ کال کې، ملګرو ملتونو د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په توګه ومنله ترڅو هېوادونه او مسوول ادارې د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره همکاري وکړي او نور اقدامات وکړي.

د انسانانو قاچاق په نړۍ کې د بشري حقونو یو له مهمو ننګونو څخه دی، چې په میلیونونو خلک د ناوړه ګټه اخیستنې، تاوتریخوالي او استحصال سره مخ کوي. ماشومان، ښځې او زیان منونکي خلک د هغو ډلو په ډله کې دي چې تر ټولو ډېر ګواښ سره مخ دي.

په ورته وخت کې، یو شمېر افغان کډوال وايي چې اقتصادي ستونزې، د مناسبو فرصتونو نشتوالی او د قانوني مهاجرت لارو محدودیتونه د دې لامل شوي چې ځینې خلک په ناقانونه توګه کډوالي وکړي او د قاچاق لارې وکاروي.

د کډوالۍ فعالین ټینګار کوي چې د تګ راتګ لپاره قانوني فرصتونه رامنځته کول، د عامه پوهاوي زیاتوالی، او د انسانانو د قاچاق شبکو سره مبارزه کولی شي د دې پدیدې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه