د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې نن یکشنبه د سلواغې ۳۰مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غوریان سټیشن د افغان تجهیزاتو کار پیل شوی او له ایراني پلاوي سره یې د خواف – هرات د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد د پیل اعلان کړی دی.
ویل کیږي چې د غوریان سټېشن د تخنیکي دفتر د فعالولو او په دې پټلۍ کې د پاتې نیمګړتیاوو د بشپړولو لپاره د افغانستان د تجهیزاتو له سپارلو وروسته ایراني پلاوي د عملي کولو ژمنه کړې ده.
ايراني پلاوي ویلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په مرسته د خواف – هرات لار تر يوې مياشتې مخکې د ترانسپورت لپاره چمتو شوې او په پام کې ده چې لومړۍ اورګاډي د ۱۴۰۲ په لومړيو کې افغانستان ته راشي.
دغه راز د اورګاډي د پټلۍ د پراختيا د کنسرسيوم مدير ویلي چې دوى هڅه کوي د روان کال تر پايه هرات ته د سوداګريزو املاکو د لېږد لړۍ پيل کړي.
په همدې حال کې دغه رياست په څو ورځو کې د بندرونو د څانګو لکه د نفتو او ګازو شرکت، د ملي سټنډرډ رياست، د عدليې وزارت، د کښته د تخلیې او بارولو، افغان پوست او د ترانسپورت وزارت د فعالېدو اعلان وکړ.
د خواف – هرات د ریل پټلۍ د جوړولو کار د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۵ کې د پخواني حکومت پر مهال پیل شو.
دغه اورګاډی چې ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري په څلورو برخو کې جوړیږي چې دوه یې په ایران او دوه یې په افغانستان کې دي.


