خانهافغانستانغازي امان‌الله خان څوک و؟

غازي امان‌الله خان څوک و؟

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ده.  د ۱۲۹۸لمریز کال (د زمري ۲۸مه) د افغانستان پاچا امان‌الله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه او په دې ډول هغه ته د ملت لخوا د «غازي» لقب ورکړل شو.

 له هماغې ورځې راهیسې هرکال په افغانستان کې د زمري ۲۸مه په جشن نمانځل کېږي. د زمري ۲۸مې ورځې خپل ارزښت ساتلی او ډېرو حکومتونو د ملي خپلواکۍ او ملي جشن په نوم یاده کړې او نمانځلې ده.

غازي امان‌الله خان څوک و؟

شاه غازي امان‌الله خان د امير حبيب‌الله خان زوی په ۱۳۰۹ كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى دی. مور يې «سرور سلطانه بيګم» او ميرمن يې «ملکه ثريا» نومیدې.

امان الله خان په ۱۹۱۹م کال کې په ۲۷ کلنۍ کې د افغانستان باچا شو. نوموړی په ۱۹۱۹م کال کې یې له انګرېزانو څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ په ترلاسه کولو د «غازي» په نامه مشهور شو.

له نن څخه ۱۰۵ کاله مخکې له انګرېزانو څخه د بشپړې خپلواکۍ په ترلاسه کولو غازي امان‌الله خان په کور دننه او بهر کې بې ساری محبوبيت او ملاتړ ترلاسه کړ.

ﻏﺎﺯﻱ ﺍﻣﺎﻥ‌اﻟﻠﻪ ﺧﺎﻥ ﺧﭙﻠﯥ ﻟﻮمړنۍ ﺯﺩﻩ‌کړﯤ ﭘﻪ ﺷﺎﻫﻲ ﺩﺭﺑﺎﺭ او ﻧﻮﺭﯤ ﺯﺩﻩ کړﯤ ﭘﻪ ﺣﺮﺑﻴﻪ ښوﻭنځي ‏ﻛﯥ ﺗﺮ ﺳﺮﻩ کړﯤ ﺩﻱ.

شاه لوړ اخلاق، خوږه ژبه، قانع کوونکی شخص هوښیار، ځیرک او پرمختګ خوښونکی شخصيت درلود.

غازي امان الله د خپل پلار د واکمنۍ په وخت کې د کابل والي، د کابل د پوځ او خزاني مشر او د پلار له مړینې وروسته يې د هېواد چارې په لاس کې واخیستې او د افغانستان پاچا شو.

غازي امان الله د خپل پلار د مرګ پر اوومه ورځ غازي  په خپل لومړني خطاب کې افغانستان خپلواک اعلان کړ  او افغان ملت ته په وينا كې وويل:“اى د افغانستان قدرمند ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس د امانت دروند بار پر غاړه اخلم كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښودله، ما ژمنه وكړه چې د افغانستان دولت به د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو په څېر د هېواد په داخل او بهر كې ازاد او مستقل وي ، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي، جبري كارونه به نه وي تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به خپل وطن ساتئ. زه تاسو ټول اهل اسلام ته خير او سعادت غواړم.”

افغان تاریخ پوه «میر غلام محمد غبار » په خپل اثر «افغانستان در مسیر تاریخ» کې په دې اړه لیکي:

“د فبرورۍ پر ۲۴مه، د کابل خلک او د پلازمېنې لښکر د «مرادخاني» میدان کې راغونډ شوي وو. امیر امان الله خان پر آس سپور دخلکو ګڼې ګوڼې ته ننوت، او همدلته یې مشهوره او تاریخي وینا وکړه. هغه د افغانستان بهرنۍ خپلواکي او په هېواد کې د ننه د فردي ازدۍ اعلان کړه. د برابرۍ، د ولس د ازادۍ، عدالت برابرولو او د نوي دولت د ریښتینولۍ په اړه یې خبرې وکړې چې د خلکو له ګڼې ګوڼې د خوښيو او مبارکیو شور او زوږ راپورته شو.

له دې وینا وروسته انګریزانو هېڅ ډول اقدام ونه کړ. نو ځكه شاه اړ شو چې د انګرېزانو په وړاندې غزا او جهاد اعلان کړي. خلکو ته یې وویل چې تیاری ونیسي او وسلې را واخلی.

د مې د میاشتې په لومړیو کې غازي امان‌الله خان د جګړې لپاره تیاری وښوده او جنرال «صالح محمد خان» یې ختیځ لور ، جنرال «نادر خان» یې سویل لور ته او «عبدالقدوس خان» یې د ځواکونو په مشری کندهار ته واستاوه .

دسولې لپاره خبرې دوه ځله په «پنډی» او یو ځل په «کابل» کې وشوېلومړی ځل دسولې خبرې د۱۹۱۹ په جولای کې په پڼډی کې د «علي احمدخان» په مشری وشوې.

دوهم ځل دغه خبرې د ۱۹۲۰ م کال د اپریل په ۱۴مه په میسوري کې د محمود طرزي په مشری او درېیم ځل د ۱۹۲۱ م کال د جنوری په ۲۰مه دسولې خبرې په کابل کې د افغانانو او انګریزانو تر مینځ پیل شوی چې د همدغه کال تر دسمبر میاشتې پورې یې دوام وکړ  او بالاخره انګرېزانو د افغانستان خپلواکي په رسمیت و پېژنده.

د قانون جوړلو په برخه كې امان‌الله خان د ١٩٢٢ زېږیديز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال اّباد كې د ملت د٨٧٢ استازيو په ګډون لويه جرگه جوړه كړه، او په ۱۹۲۳ کې يې د «افغانستان لومړنى اساسي قانون» تصويب کړ .

 د یادولو ده چې شاه امان الله تر لس کلنې واکمنۍ وروسته، د ۱۹۲۹م کال په پېل کې له مجبورۍ افغانستان پرېښود او ایټالیا ته ولاړ.

د نوې موندونو او حقایقو پر بنسټ انګرېزانو د شاه د ژوند او واکمنۍ د بېلوبېلو اړخونو په اړه ګونګوسې پیل کړې او د نوموړې د اسلامي عقيده په اړه خلک راپاسول چې په پایله کې یې غازي امان‌الله خان هېواد پرېښود.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه