نن د یو زړور، ننګیالي، سیاستپوه، د پښتو ادب ستر شاعر، مبارز، او مفکر «خوشحالخان خټک» تلین دی. خوشحال بابا هغه څوک و چې خپل قام یې وننګاوه، د پیغور په ډول یې هغوی د فکري ازادۍ خوا ته سوق کړل، د علم لارښوونه یې ورته وکړه، د پردو له واکمنۍ یې خلاصول غوښتل او د یوه غښتلي قام خوبونه یې لیدل.
خوشحال خان د ۱۶۱۳ کال د جولای په ۲۵مه د خېبر پښتونخوا په «اکوړه خټک» کې وزېږېد، او د ۱۶۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۹مه یې له نړۍ سترګې پټې کړې.
د ادبپوهانو په وینا، خوشحال خان پښتو ادب ته نه یوازې نوي فکرونه ورکړي، بلکې د پښتني ټولنې د اصلاح لپاره یې هم خورا هڅې وکړې.
د ادب او فرهنګ مینهوال د نوموړي شعرونه لا هم د الهام سرچینه بولي، او وایي چې خوشحال خټک یوازې د تېر وخت شاعر نه و، بلکې د پښتنو لپاره د ازادۍ، پرمختګ، او یووالي یوه تلپاتې لارښود دی، چې د اثارو پر هرې کرښې یې کتابونه لیکل کېدای شي.
خوشال خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې هغه نابغه او لوی ادیب دی، چې د څه کم ۴۰۰ کالو راهسې د هغه کلتوري ميراث تر ننه د افغان ولس او د نړۍ د لويو پوهانو د پام وړ او څېړنې وړ کرځیدلې ده.
د خوشحال له اثارو څخه د کلیات، باز نامه، فضل نامه، فرخ نامه، فراق نامه، بیاض، اخلاق نامه، صحت البدن،
د پښتنو تاریخ، زنځیري، د خوشحال رباعیات، عیار دانش، هدایه، سوات نامه او د یوسف سورې تفسر یادولی شو.
بابا د خپل ځان په اړه ویلي:
دخوشال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه
پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم



