خانهافغانستان هرات کې د ټاپي پروژه به په دوو میاشتو کې بشپړه شي

 هرات کې د ټاپي پروژه به په دوو میاشتو کې بشپړه شي

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې ولایت د صنعت او کانونو د خونې د اداري ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې په هرات کې د ټاپي ګازو نل‌لیکه پروژه به په دوو میاشتو کې بشپړه شي.

هغه زیاته کړه چې د ترکمنستان چارواکو د دې پروژې کار بشپړ کړی او له بشپړیېدو وروسته به یې د هرات چارواکو ته وسپاري.

د هرات والي د دې ولایت د صنعتي ښار له خلکو او فابریکو مالکینو څخه وغوښتل چې د ګازو نل‌لیکې د پروسې د پیل لپاره اوس اړین چمتووالی ونیسي.

د ټاپي پروژه په سیمه کې یو له مهمو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه ګڼل کیږي چې کولی شي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې کلیدي رول ولوبوي.

د دې نل‌لیکې ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومتره دی او په کلني ډول د ۳۳ ملیارد متر مکعب طبیعي ګازو د لیېږدولو ظرفیت لري، چې له دې څخه شاوخوا ۸۱۶ کیلومتره د افغانستان له خاورې تېرېږي.

دا نل‌لیکه د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېریږي او د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارده پنځه سوه میلیون ډالر دی.

د ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د لیږدولو سره، دا پروژه به نه یوازې د سیمې د هېوادونو د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي، بلکې افغانستان به د انرژۍ په سکتور کې په یوه مهمه ټرانزیټ لاره بدل کړي.

د ټاپي پروژې په کارولو سره، افغانستان به نه یوازې له دې پروژې څخه کافي ګاز ترلاسه کړي، بلکې په کال کې به د ګازو د لیږد حق له څلور سوه میلیون ډالرو څخه ډېر عاید هم ترلاسه کړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه