سپینې ماڼۍ د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو انځور خپور کړ چې شاهي تاج یې پر سر دی، او ترڅنګ یې «ژوندی دې وي پاچا» مشهور شعار هم لیکل شوی. خو د سپینې ماڼۍ دغه اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
سپینې ماڼۍ پرون (چهارشنبه، د حوت لومړۍ نېټه) په ټایم مجله کې د ډونالډ ټرمپ یو عکس خپور کړ چې رسمي جامې او د پادشاهۍ تاج یې پر سر ښکاري. د دې انځور په حاشیه کې د «ژوندی دې وي پاچا» شعار هم ښکاري. ټرمپ مخکې دا شعار په ټولنیز شبکه «سوشل تروث» کې خپور کړی و.
دا انځور او ورسره لیکلی شعار د رسنیو سرټکی جوړ شوی. ځینو دا د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د غرور او غیر دودیز چلند نښه ګڼلې په داسې حال کې چې منتقدینو دا اقدام د استبداد د خپرولو او د متحده ایالاتو د ډیموکراتیکو ارزښتونو څخه د ځان لرې کولو هڅې په توګه تعبیر کړی دی.
سیاسي مجلې «پولیټیکو» د دې انځور او «ژوندی دې وي پاچا» شعار ته په یوه مقاله کې ځواب ویلی او ټرمپ یې په امریکا کې د حکومت د سیسټم د بدلولو په جدي هڅې تورن کړی.دوی دا هم لیکلي چې ټرمپ په دې کار سره له پاچاهۍ سره خپله ټینګه علاقه ښيي.
د امریکا ځینو دولتي چارواکو هم دې انځور ته غبرګون ښودلی او د هغه څه په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه چې ټرمپ یې د امریکا پر خلکو د تحمیلولو اراده لري.
د نیویارک والي «کیتي هوکول» ویلي: “نیویارک له ۲۵۰ کلونو راهیسې د پاچا تر حکم لاندې ژوند نه دی کړی، موږ یو داسې هیواد یو چې د قانون د حاکمیت له مخې ژوند کوو، نه د پاچا د فرمان له مخې. موږ په محکمه کې ستاسو په تمه یو.”
دې پېښې یو ځل بیا د ډونالډ ټرمپ د مشرتابه سټایل او د غیر روایتی سمبولونو او شعارونو کارولو لپاره د هغه د لیوالتیا په اړه بحثونه راوپارولي. که څه هم د هغه ملاتړي دا اقدام د هغه د ځواک او هوډ نښه ګڼي، خو مخالفین یې د ولسمشرۍ له وقار څخه لرې بولي.


