خانهساېنس او ټکنالوژيناسا د لومړي ځل لپاره یو ښځه سپوږمۍ ته لېږي

ناسا د لومړي ځل لپاره یو ښځه سپوږمۍ ته لېږي

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه د وري ۱۵مه راپور ورکړی چې، چې ناسا د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۳مه) د سپوږمۍ په شاوخوا په یوه ماموریت کې لومړنۍ ښځه او لومړنۍ افریقایي الاصله امریکاي فضا ته لیږي.

د دې ماموریت لپاره معرفي شوې ډله څلور کسان لري او په دوی کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه او یو تور پوستی هم شامل دي.

٤٤ کلنه کریستینا کوک لومړنۍ ښځینه ستورمزلې ده او نوموړې ددې تر مخه د ترټولو اوږد فضا الوتنې ریکارډ درلود.

د دې څلور کسیز ټیم یو غړی ویکتور ګلور ۴۶ کلن دی او هغه به لومړنی تور پوستی وي چې سپوږمۍ ته د ناسا لخوا د ماموریت لپاره لیږل کیږي.

د راپورونو له مخې دا دوه کسان به د ناسا د دوو ستورمزلو «ریډ وایزمن او جیریمي هینسن» سره یوځای د راتلونکي کال په وروستیو کې یا د ۲۰۲۵ په پیل کې د سپوږمۍ شاوخوا ته ځي او د سپوږمۍ دننه ځمکې ته نه ځي او دا څلور کسيزه ډله به په راتلونکو دورو کې د يو شمېر نورو ستورمزلو د وتلو اسانتيا برابره کړي.

د دې خبر پرمهال، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې “دا د سفر بل ګام دی چې انسان به مریخ ته ورسوي، او دا عمله به هیڅکله هیر نکړي.”

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه