خانهښځېد ملالې یوسفزۍ لخوا د ملکې ثریا ګاڼو پر تن کولو غبرګونونه...

د ملالې یوسفزۍ لخوا د ملکې ثریا ګاڼو پر تن کولو غبرګونونه راپارولي دي

یو شمېر افغانانو ویلي چې ملاله یوسفزۍ له پاکستان سره تړاو لري خو په دې مراسمو کې یې د افغانستان د ملکې ګاڼه په تن کړي دي.

د نړۍ معتبرو رسنیو ” ډیلي مېل“ او ” ټاون انډ کانټري“ د ملالې یوسفزې له لوري د افغانستان د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې د ګاڼو پر تن کولو خبرونه خپاره کړي وو او د نوموړې دا کار یې له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په هدف بللی دی.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې؛ دا ګاڼه اوس مهال نیویارک کې د ګاڼو له یوه پلورونکي سره دي او اغلې یوسفزۍ ته امانت ورکړل شوي وو.

بهرنیو رسنیو ویلي، د اوسکار جایزې د وېش مراسمو پر مهال د ملکې ثریا ګوتې او غوږولۍ هم کارولي وو.

له دې مراسمو په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږې چې ملالې یوسفزۍ  یو اوږد کمیس چې ټوکر یې ځلېده او ټول بدن یې پوښلی و، اغوستی دی.

افغانانو د نجونو د زده کړو د فعالې او نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ددې ګام په غبرګون کې ویلي، چې دا ګاڼه د افغانستان د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې دي؛ نو افغان مېرمنې یې باید وکاروي. دوی دا کار د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلې په مانا بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان فرهنګي آثار خوندي او د نورو له لاسرسي لرې وساتل شي.

یو شمېر نورو بیا مثبت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ملالې د افغان نجونو په ملاتړ دا کار کړی دی.

ملالې یوسفزۍ له امریکا غږ سره په خبرو کې منلې چې د اوسکار جایزې د وېش په مراسمو کې یې د ملکې ثریا ګاڼه پر تن کړي وو. د نوموړې پلار هم بي بي سي ته ويلي چې هو لور یې د ملکې ثریا ګاڼه اغوستي وو.

د اغلې یوسفزۍ له ظاهري لباس ورهاخوا نوموړې په دې مراسمو کې د افغانستان پر مسایلو هم غږېدلې او ویلي یې دي، چې له زده کړو د افغان نجونو بې برخې کېدل درک کوي.

ملالې یوسفزۍ د خپل مستند فلم د ملاتړ لپاره د اسکار جایزو د وېش په مراسمو کې چې د نوموړې فلم هم ورته کاندید و، ګډون کړی و.

دا فلم ” پردی په دروازه کې“ نومیږي چې د افغان پناه غوښتونکي په تړاو په امریکا کې جوړ شوی دی.

Mansoor Nekmal
Mansoor Nekmal
Mansoor nekmal is an Afghan journalist, currently work as Editor in chief at Khaama press news agency
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه