خانهنړۍد یمن پر صنعا او حدیده ښارونو د سعودي عربستان بریدونو کې...

د یمن پر صنعا او حدیده ښارونو د سعودي عربستان بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف تېره ورځ شنبه د حوثیانو تر کنټرول لاندې پلازمینې صنعا او حدیده ښار باندې هوایي بریدونه کړي چې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

 د حوثیانو پورې تړلو رسنیو راپور ورکړ چې د دوی تر کنټرول لاندې پلازمینې صنعا او د سره سمندرګي بندري ښار حدیده باندې هوایي بریدونو کې لږترلږه ۱۶ کسان وژل شوي دي.

دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې د یمن د کورنیو چارو وزارت وویل چې حوثیانو د شنبې په ورځ په عدن کې د ساحلي ساتونکو په دوو پوستو درې بالستیک توغندي وویشتل.

د راپورونو له مخې دوه توغندي د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د ساحلي ساتونکو په پوسته ولګېدل، په داسې حال کې چې دریم یې د التوحي په سیمه کې په یوه ودانۍ ولګېد.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په عدن کې د دوو پوځي پوستو په برید کې د لاس لرلو مسوولیت په غاړه واخیست.

په ورته وخت کې، د سویلي یمن په لحج او عدن سیمو کې د درنو چاودنو راپور ورکړل شوی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه