خانه افغانستان ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره نوې طرحې لټوي

ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره نوې طرحې لټوي

0
6

د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او صادراتو پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره نوې طرحې او حل‌لارې څېړل شوې دي. 

د دغه وزارت مسوولینو ویلي چې د ترانسپورټي ستونزو، اکمالاتي ځنځیر او د غیرنفتي صادراتو د پیاوړتیا په اړه وړاندیزونه شوي، او د ستونزو د حل لپاره به د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو او د ایران د سفارتونو له لارې هڅې وشي.

ایراني چارواکو د سوداګرۍ پياوړتیا په برخه کې د افغانستان ترڅنګ د عراق او پاکستان نومونه هم یاد کړي، او په وینا یې چې دغو هېوادونو ته د صادراتو پياوړتیا لپاره هڅې پیل شوې دي. 

د یادولو ده چې له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندېدو وروسته د کابل – تهران ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. 

په ورته مهال ګڼ‌شمېر ایراني چارواکي او پانګوال وخت ناوخت د سوداګرۍ پراختیا او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته سفرونه کوي او د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره ناستې لري. 

بلخوا د اسلامي امارت چارواکي هم له ایران سره د سوداګرۍ زیاتېدل تاییدوي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید