د اکټوبر دویمه د عدم تشدد د عالي مفکوري ورځ ده. د پښتنو ځلانده ستوری فخر افغان خان عبدالغفار خان د عدم تشدد سرلاری او د ازادۍ ستر مبارز و. د هند د مهاتما ګاندي او پښتون مبارز خان عبدالغفار خان(باچا خان) په نړۍ کې د عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي د لارې او فلسفې مخکښان دي. دوی پر دې باور وو، چې عدم تشدد یا نه تاوتریخوالی د نړۍ تر ټولو ښه او پیاوړی ځواک دی چې انسانان یې لري.
ګاندي او باچا خان په دغه لار کې یې ګڼې قربانۍ ورکړې دي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ لارویان لري.
په ۲۰۰۷ کې د ملګرو ملتونو په عمومۍ اسمبلۍ کې د اکټوبر دویمه نېټه د هند د ازادۍ د تحریک مشر او د عدم تشدد د فلسفې سالار «موهنداس کرم چند ګاندي» زوکړې ورځ د عدم تشدد نړیواله ورځ(تاوتریخوالي ته د نه ویل) وټاکله.
مهاتما ګاندي په هندوستان کې په شلمه پېړۍ کې د عامه پوهاوي له لارې د سولې، زغم، امن او عدم تشدد یا تاوتریخوالي ته د نه ویلو کلتور عامولو او خوندي کولو لپاره مبارزه وکړه او د دغې مبارزې له لارې یې په ټوله نړۍ کې ځانګړی شهرت تر لاسه کړ.
د باچا خان اصلي نوم عبدالغفار خان و، او نژدې اته لسیزې د دې لپاره هلې ځلې کړې وې، چې په سیمه او په تېره پښتني ټولنه کې د تاوتریخوالي دود ختم کړي او خلک پوهنې او پرمختګ ته وهڅوي.
د پښتنو دغه ستوری خان د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ پر شلمه په پېښور کې وفات او جنازه یې له هغه ځایه ننګرهار ته یوړل شوه او په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د یادولو ده چې د اکټوبر دویمه هر کال د هند په ګډون زیات شمېر هېوادونو کې په رسمي او غير رسمي توګه نمانځل کېږي.


