د بغلان مسوولینو په یاد ولایت د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو کسانو له مړینې او نهو نورو له ټپيکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې چې یوه پېښه د پلخمري ښار په «سنګسلاخ» سیمه کې د یو موټرسایکل او کرولا د ټکر پرمهال شوې چې له امله یې موټرسایکلچلوونکي ژوند بایللی دی.
مسوولینو ویلي چې دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیلهګي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر پرمهال شوې چې له امله یې یوه ښځه مړه او ۹ نور کسان ټپیان شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
د ویلو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو په ګډون وخت ناوخت ښځې او ماشومان ژوند بایلي.


