د نذیره حاجيزاده په نامه یوه افغانه کډواله د داعش له خوا د برید په پلان کې د لاس لرلو په تورونو کې د جرم اعتراف وروسته له امریکا څخه وشړل شوه او خپل اصلي هېواد ته راستنه شوه. د حاجيزاده قضیه په پټه توګه وڅېړل شوه او د هغې د شړلو امر د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۹مه صادر شو.
د بهرنیو ترهګرو د له منځه وړلو محکمې مشرې، لوړ پوړې قاضي جوان ایرکسن، د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ د داعش له خوا د ډلهییزې وژنې په پلان کې د هغې د رول لپاره د نذیره حاجيزاده د شړلو امر وکړ.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې ۴۷ کلنې ښځې اعتراف کړی چې “بهرني ترهګره” ده.
د نذیرې زوی، عبدالله حاجيزاده، او د هغه زوم، ناصر احمد توحیدي، مخکې له دې پلان سره په تړاو نیول شوي او محکوم شوي وو.
د امریکا د عدلیې وزارت د ملي امنیت څانګې یوه چارواکي، هیډن اوبراین وویل چې حاجيزاده د داعش سره بیعت وکړ، د خپلو ماشومانو په بنسټپالنه کې یې رول ولوباوه، او د خپل زوی او زوم د ترهګریزې طرحې ملاتړ یې وکړ.
د امریکا لوی څارنوال تاد بلانچ په یوه بیان کې وویل: “دا تاریخي قضیه، چې په پایله کې یې د دې بهرني ترهګر چټک اخراج خپل اصلي هېواد ته وشو، د ملي امنیت او د قانون د حاکمیت لپاره بریا ده.”
باید وویل شي چې دا په نږدې دریو لسیزو کې د متحده ایالاتو څخه د “بهرني ترهګر” د شړلو لپاره د محکمې لومړی حکم دی. د بهرنیو ترهګرو د له منځه وړلو محکمه، چې په ۱۹۹۶ کال کې جوړه شوه، نږدې درې لسیزې غیر فعاله وه. د ټرمپ اداره اوس دا محکمه د ځینو زړو او لږ پېژندل شویو کډوالو قوانینو د بیا ژوندي کولو د هڅې د یوې برخې په توګه بیا فعالوي.


