خانهافغانستاند نیمروز په دښتو کې د پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي

د نیمروز په دښتو کې د پنځو ځوانانو جسدونه موندل شوي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، چې امنیتي ځواکونو د پنځو ځوانانو جسدونه موندلي دي چې هڅه یې کوله په ناقانونه ډول ایران ته ننوځي، او ۱۴ نور لا هم ورک دي.

د نیمروز د امنیې قومندانۍ ویاند ګل‌محمد قدرت نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۸مه) رسنیو ته وویل، امنیتي ځواکونو د دغو پنځو ځوانانو جسدونه دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت چهاربرجک ولسوالۍ کې پیدا کړي.

مسوولینو وویل چې د ورکو شویو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي. د معلوماتو له مخې، د ۱۹ کسانو ډله هڅه کوله چې په ناقانونه ډول د هلمند او نیمروز د دښتو له لارې ایران ته ننوځي، خو لاره ورکه شوه، د سختې تودوخې او تندې له امله له دغې پېښې سره مخ شول.

ځايي مسوولان همدارنګه ویلي، چې د ورکو کسانو موندلو لپاره عملیات اوس هم دوام لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه