خانهافغانستاند هندي سوداګرو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته راځي

د هندي سوداګرو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته راځي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئس سید کریم هاشمي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «پي‌ايچ‌ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې (PHD Chamber of Commerce and Industry) له رهبرۍ او غړو سره کتنه او خبرې وکړې.

په دغې ناستې کې  د «افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې د هند په نوي ډهلي ښار کې د پي‌ایچ‌ډي د سوداګرۍ او صنایعو خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوه. په دې ناسته کې په هند کې د افغانستان ا.ا سفیر ښاغلي مفتی نور احمد نور، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې  مرستیال ښاغلي هارون قاضي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی ګلمیر امینی، په هندوستان کې د افغانستان د سوداگریزې اتشې سید حماد هاشمي او یو شمېر افغان او هندي سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.

همداراز په دې غونډه کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ګډو پانګونو د زیاتوالي او د شته فرصتونو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

 ښاغلي هاشمي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې سوداگري یوازې د توکو د اخیستلو او پلورلو معنی نه لري، بلکې د کارموندنې، اقتصادي ودې، د خلکو د سوکالۍ او د ملتونو د نږدېوالي وسیله ده.

هاشمي وویل چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې باید یوازې د صادراتو او وارداتو په کچه محدودې نه وي، بلکې باید د ګډو پانګونو، ګډو شرکتونو، ټکنالوجۍ لېږد، د بشري ځواک روزنې او صنعتي همکاریو پر لور پراخې شي.

وروسته د PHD د سوداګرۍ او صنایعو خونې ریس سنتوش جوشي د افغان پلاوي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

هغه وویل چې دغه خونه د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې لکه درمل جوړونه، لوجستیک، کارګو، صنعتي تولیداتو او پانګونې کې همکارۍ ته چمتو ده او همدارنګه ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د هندي سوداګرو او پانګوالو یو ۲۰ کسیز پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې به د پانګونې فرصتونه وڅېړي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه