خانهافغانستانیوناما وایي، د افغان ښځو ونډه د سولې پرمختګ لپاره مهمه ده

یوناما وایي، د افغان ښځو ونډه د سولې پرمختګ لپاره مهمه ده

یوناما نن په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د نړیوالې همکارۍ، سولې او ټول‌شموله پرېکړو‌ کې د ښځو رول مهم دی. دغه اداره ټینګار کوي، چې افغان ښځو او نجونو ته باید داسې فرصتونه برابر شي چې زده‌کړه وکړي.

یوناما نن(چهارشنبه، د جون ۲۴مه) په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې فېسبوکپانې لیکلي، چې د نړیوالې همکارۍ، سولې او ټول‌شموله پرېکړو‌ کې د ښځو رول مهم دی او زیاتوي چې د افغانستان په عامه ژوند او پرېکړو کې د ښځو له اغېزمنې ونډې څخه ډاډ ترلاسه کول هم لا ډېر مهم دي. د سولې، پراختیا او د هېواد د راتلونکي لپاره د ښځو غږونه حیاتي ارزښت لري.

دغه اداره ټینګار کوي، چې افغان ښځو او نجونو ته باید داسې فرصتونه برابر شي چې زده‌کړه وکړي، رهبري وکړي او د ټولنې په ټولو کچو کې، په ځانګړې توګه په ډیپلوماسۍ او عامه خدمتونو کې، ونډه واخلي. چې ډیپلوماتې ښځې نه یوازې په نړیوالو چارو کې ګډون کوي، بلکې رهبرانې، سولې جوړوونکې او د برابرۍ مدافعینې دي، چې د هغوی غږونه د یوې عادلانه او باثباته نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.

د دغه پیغام په وروستۍ برخه کې یوناما ویلي، کله چې ښځې ونډه ولري، ټولنې لا پیاوړې، لا مقاومې او لا ډېرې سوله‌ییزې کېږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه