د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د اسلاماباد د تفاهم په چوکاټ کې د امریکا د ژمنو پلي کولو پورې مشروط کړي دي او په ورته وخت کې یې د تهران او مسقط ترمنځ د دې اوبو لارې په اړه د هوکړې اعلان کړی دی.
د عراق د الاخباریه شبکې سره په یوه مرکه کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل چې تهران او مسقط د هرمز تنګي په اړه د هوکړې ته رسېدلي دي او ایران د دې تړون نړیوال ثبت ته انتظار باسي.
هغه ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د پرمختګ لپاره بل ګام د هغو ژمنو پلي کول دي چې د اسلاماباد د تفاهم یادداښت کې شاملې دي. د عراقچي په وینا، د دې ژمنو له پلي کولو وروسته، دواړه خواوې کولی شي د نورو جنجالي مسلو په اړه بحث وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې د پاکستان او قطر په ګډون د منځګړو هېوادونو له لارې دوام لري.
د خپلې وینا په یوه بله برخه کې، عراقچي د یوې وړاندیز یادونه وکړه چې هغه یې د “اووه ورځني پلان” په توګه یاد کړ. د هغه په وینا، په دې پلان کې د تړون د پروسې د پرمختګ لپاره د ایران شرایط شامل وو، او د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل باید د هغې یوه برخه وي؛ خو متحده ایالات غوښتل چې په وړاندیز کې نور توکي هم اضافه کړي.
هغه وویل چې د هوکړې ژمنو پلي کول کولی شي د دې سمندري لارې بشپړ پرانیستلو او د خبرو اترو د راتلونکو پړاوونو پیل لپاره لاره هواره کړي.
عراقچي د متحده ایالاتو او اسراییلو سره د نوي نظامي شخړې احتمال راپورته کړ، او ویې ویل چې ایران د داسې امکان لپاره چمتو دی.
په لبنان کې د حزبالله او په یمن کې د انصارالله سره د ایران د اړیکو په اړه، هغه دا هم وویل چې دا دواړه ډلې په خپلو پرېکړو کې خپلواکې دي او د هغه په نظر، د ایران تابع نه دي.
د هرمز تنګی په نړۍ کې د تېلو او نورو توکو د لېږد لپاره یو له خورا مهمو سمندري لارو څخه دی. له دې لارې د کښتیو په تګ راتګ کې هر ډول ګډوډي کولی شي سمندري ترانسپورت، د انرژۍ رسولو او نړیوال بازارونو باندې اغېزه وکړي.


