خانه نړۍ نایجریا کې خونړی برید؛ د وژل‌شویو شمېر ۴۰ ته رسېدلی

نایجریا کې خونړی برید؛ د وژل‌شویو شمېر ۴۰ ته رسېدلی

0
7

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نایجریا کې د تېرې جمعې په ورځ د وسله‌والو د برید له امله د وژل‌شویو شمېر له ۴۰ اوښتی دی.  

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي چې دا برید تېره جمعه وشو، او هغه مهال پولیسو د ۱۰ کسانو وژل کېدل تایید کړي وو. 

د راپورونو له مخې چې وسله‌والو دا برید په شمال‌ختیځ «تارابا» ایالت کې کړی، او له هټیو یې خوراکي توکي هم لوټ کړي دي.  

نایجریا کې تر دې مخکې هم د ورته بریدونو له امله لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو. 

تر اوسه د دغو بریدونو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په دغه هېواد کې بېلابېلې وسله‌والې ډلې فعالیت لري چې ډېر ځله د ملکي وګړو پر وژنې لاس پورې کوي. 

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په افریقايي هېوادونو کې ناامنۍ زیاتې شوې او د وژنې دا ډول ډېرې پېښې کېږي. 

د سیاسي کارپوهانو په وینا چې د ځینو افریقايي هېوادونو حکومتونه هم هلته د وسله‌والو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید