Friday Jan 19, 2018

ننګرهار کې هوایي او ځمکني بریدونه داعشیانو او طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

نوشته شده توسط khaama - Sun Jan 14 2018, 5:45 am

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې داعشیانو او وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت تېره ورځ د یوه بیان په نشورولو سره وویل، چې د ملي اردو ځواکونو په چاڼیزو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت په غني خیلو او مهمندرې ولسوالیو کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو ۱ تن نیول شوی، او د هغوي ۱ موټر، ۱ موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت په یو بل بیان کې لیکلي، چې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو او داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید