Saturday Jun 23, 2018

له جمعیت سره د خبرو د ناکامي په صورت کې حکومت د عطا محمد نور خبرداری

نوشته شده توسط khaama - Sun Jan 14 2018, 4:52 am

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس او د بلخ ولایت پخواني والي عطا محمد نور یوځل بیا حکومت ته ګواښ وکړ چې له جمعیت اسلامي سره د روانو خبرو د ناکامي په صورت کې د دی پلویانو به په پراخو مدني خوځښتونو لاس پورې کړي.

نوموړی تېره ورځ په مزار شريف ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې له حکومت سره په خبرو کې لږ پرمختګ شوی.

ښاغلي نور وایي، که چیرې د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ روان مذاکرات پرته کوم پایلې سره ختمې شي نو هغه به د حکومت پر وړاندې مدني خوځښتونه پیل کړي.

دا په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د مشرتابې پر سر لانجې له کابو درې اوونیو راهیسې روانې دي.

نوموړی تېره اوونی هم  له خپل پلویانو په منځ کې د وینا پر مهال وویل، چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله نشي کولی د دی پر خلاف اقدامات وکړي او د بلخ ولایت له مشرتابې څخه لرې کړي، تر هغه چې د جمعیت اسلامي له ګوند سره کومې موافقې ته نه دی رسیدلی.

ښاغلي نور زیاته کړه، که چیرې د هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو هیچا سره به سیاسي دښمنې ونه کړي، خو نوموړی ټینګار وکړ چې هغه کسان به یې زندانونو ته واچول شي چې په ملي خیانت لاس پورې کړی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید