Thursday Sep 20, 2018

د ټاکنو کمېسیون د نوی غړی په هکله د ولسمشر غني او عبدالله پرېکړه

نوشته شده توسط khaama - Sat Jan 13 2018, 8:53 am

د راپورونو له مخې، سید حفیظ الله هاشمي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نوی غړی په توګه ټاکل شوی دی.

د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست چارواکي وایي، ښاغلي هاشمي د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د پرېکړې سره سم د ټاکنو د خپل کمېسیون د نوی غړی په توګه په دنده ګمال شوی.

د اجرائیه رئیس سلاکار فریدون خوځون وایي، ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د ښاغلي هاشمي وړتیاوو او تجربې ته په کتو، نوموړی د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د نوی غړی په توګه په دنده ګمارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غوراوي کمېټې رئیس قضاوتوال جاوید رشیدي تېره اوونیولسمشر غني ته د کاندیدانو د نوملړ د وړاندې کولو په وخت وویل چې غوراوي کمېټه د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په ۷ نېټه د خپل کار له رسمي پیل او د اطلاعیې له صادرولو وروسته ۸۸ د غوښتنلیکونو فورمې واخیستې چې په پایله کې۵۷ نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره خپل اسناد دارالانشا ته وسپارل.

نوموړی زیاته کړه، چې د ټاکنو قانون د ۱۲ او ۱۶ مادې د حکم پر بنا په پیل کې ۲۷ نوماندان د داوطلبو له فهرست څخه حذف شول او د ۳۰ نورو نوماندانو اسناد بیا وارزول شو چې له هغو څخه هم ۱۳ نوماندان حذف شول او ۱۷ نوماندان د ارزونې او نمرو ورکولو لپاره شامل شول. په هغو کې ۹ تنه په شرایطو برابروګڼل شول. د لیکنۍ ازموینې له اخیستلو او شفاهي مرکې وروسته له ۹ نوماندانو څخه درې تنه په شرایطو برابرسید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادرځاځی وطندوست چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیتوب لپاره یې تر ټولو مناسب او لوړ معیارونه پوره کړي وو.

د ښاغلي رشیدي په وینا، یادې کمېټې د یوناما، رسنیو او مدني ټولنې د استازو په حضورکې خپل کار په شفافیت او استقلالیت ترسره کړ ی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید