پاکستاني پوځیانو په بلوچستان ولایت کې لږ تر لږه اته تنه افغان وګړي د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پاکستان پوځ اړوند ملېشې ځواکونو په بلوچستان کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ کسان د ۸ غیر قانوني افغان کډوالو په نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې او د استخباراتي معلوماتو پر اساس نیول شوي خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې پاکستان پوځ ادعا کوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې د راکټ اندازو په ګډون د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، د پاکستان په بلوچستان او له افغاستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پر ضد پوځې عملیات روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان تحریک طالبان کابو یوه اوونی مخکې د بلوچستان په کوټه ښار کې د پاکستان امنیتي ځواونو پر یوه موټر ځانمرګي برید ترسره کړل چې به ترڅ کې لږ تر لږه اته کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي وو.