Saturday Sep 22, 2018

د ۷۰۰ تازه دمو سرتېرو د لېږلو په اړه د امریکا پرېکړه او د طالبانو غبرګون

نوشته شده توسط khaama - Sat Jan 13 2018, 6:53 am

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ افغانستان ته د ۷۰۰ تازه دمو سرتېرو د لېږلو په اړه خبر ورکوي، په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې وایي ”امریکا چې په یو لک عسکرو میدان ونه ګاټه په سوونو یی هم نشي ګټلای. “

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي ”د (۷۰۰) خاصو عسکرو د رالیږلو ډنډوره یوه تبلیغاتي هڅه ده، ځکه امریکا اوملګری يې اوس مجبوره دی چی وخت په وخت خپلو مورال بایللو عسکروته روحیه ورکړي.  “

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پوځ چارواکو رسنیو ته ویلي، په پام کې ده چې د ځانګړو روزل شویو سرتېرو او افسرانو یوه نوې لوا افغانستان ته  استول شي.

د امریکا پوځ چارواکو سټار اېنډ سټرېپس پوځې پورځپاڼې ته ویلي، چې کابو ۷۰۰ تازه دمې سرتېري او پوځې افسران به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته استول شي او له افغان ځواکونو سره د امریکایي ځانګړي ځواکونو په شان له دوی سره د جګړې په کرښو کې مرسته وکړي.

دغه ورځپاڼه په افغانستان کې د امریکا پوځ لوی قوماندان او د ناټو غوڅ ملاتړ ماوریت قوماندان جنرال جان نېکولسن په حواله لیکلي، چې د امریکایي پوځیانو د نوې لو ځای پر ځای کېدل به افغان امنیتي ځواکونه ته ګټور تمام شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید