Friday Jan 19, 2018

په اچین ولسوالۍ کې ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي

نوشته شده توسط khaama - Sun Jun 19 2016, 6:34 am

ISIS-militants-killed-in-Afghanistan

چارواکي په ننګرهار ولایت کي وایي،  اچین ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې برید له امله ۲۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله په وینا په دغو عملیاتو کې د نوموړې ډلې دوه میله دهشکې هم له منځه تللي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر یوه خبرپانی په نشر سره مخکي وویل چې د اچین ولسوالۍ په (ګیرو) سیمه کې تېره شپه ناوخته د بهرنیو ځواکونو له لوري د بې پيلوټه الوتکې په یو هوايي برید کې د داعش وسله والو څلور غړي ووژل شول.

خبرپاني زیاتوي چي په دغه برید کې نور چاته هیڅ زیان نه دی اوښتي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید