Sunday Jan 21, 2018

افغان لوبغاړي د نړی کرکټ د افسانوي لوبغاړي ریکارډ مات کړ

نوشته شده توسط khaama - Wed Jan 10 2018, 9:57 am

د افغانستان د ملي کرکټ یو بل لوبغاړي بهیر شاه هم په لنډه موده کې د نړی په کرکټ کې تاریخ جوړ کړ.

بهیر شاه چې دا مهال د افغانستان د ۱۹ کلنې په کرکټ لوبډلې کې لوبه کوي، توانیدلی چې په فرسټ کلاس لوبو کې د نړیوال کرکټ افسانوي لوبغاړی د سر ډان بردمن ریکارډ مات کړي.

د کرکت د نړیوال شورا د یوې راپور له مخې، بهیر شاه دا مهال د نړی په کچه او د توپ وهنې په برخه کې تر ټولو زیات منډې لرونکی لوبغاړي دی.

د راپور پر بنسټ، بهیر شاه د افغانستان د کورني کرکټ په سیالیو او د سپین غړ لوبډلې په لیکو کې په ۱۲ لوبو کې ۱۰۹۶ مندې جوړې کړي چې د نړی په کچه اوسط یې ۱۲۱،۷۷ منډو ته ورسیږي.

بهیر شاه د فرسټ کلاس سیالیو په لومړنی لوبه کې ښه وځلېد او توانید چې د آمو لوبډلې پر وړاندې ۲۵۶ منډې جوړې کړي.

د نړیوال کرکټ شورا د رسټ لوبو په لېست کې دا مهال بهیر شاه لومړی مقام لري او د اسټرالیا سر ډان بردمن له ۹۵.۱۴ اوسط سره دوهم خپل خپل کړی دی.

نومړی دا مهال د کرکټ د ۱۹ کلنې نړیوال سیالیو لپاره چمتووالی نیسي او څو ورځې مخکې وتوانید چې په نیوزېلنډ کې او په دوو مقدماتي لوبو کې ۱۰۰ او ۸۹ منډې جوړې کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید