Wednesday Apr 25, 2018

د حقاني شبکې او طالبانو پر خلاف د امریکا د غوښتنو په اړه د پاکستان قاطع ځواب

نوشته شده توسط khaama - Sun Jan 07 2018, 9:30 am

په داسې حال کې چې د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو پر خلاف د اقداماتو لپاره د امریکا متحده ایالاتو حکومت پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي، خو پاکستاني چارواکي وایي د افغان وسله والو پر خلاف اقدامات به د پاکسان امنیتي حالات له خطر سره مخ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له وال سټریټ ژورنال سره د مرکې پر مهال ویلي، چې اسلام اباد به هیڅکله اجازه ورنه کړي ترڅو د افغانستان روانه جګړه د پاکستان په خاوره کې ترسره شي.

نوموړی زیاته کړه، چې دا مهال په پاکستان کې امنیتي حالات په نسبي ډول ښه شوی دی خو که چیرې پاکستان د هغوی (افغان وسله والو) پر خلاف ګامونه پورته کړي نو د افغانستان جګړه به د پاکستان په خاوره کې ترسره شي او دا کار د امریکایانو لپاره هم د منلو وړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یواځې هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیان د هغوي د ښکار پسې ګرځي.

خو ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې له دې وروسته دا کار د منلو وړ نه دی ځکه پاکستانیان فکر کوي چې امریکایي مشران احمقان دي.

بلخوا د د امریکا د بهرنیو چار وزارت ویاندې هیدر ناورت د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د اګسټ په میاشت کې د بهرنیو پوځي مرستو تر برنامې لاندې د پاکستان لپاره د ۲۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې درولې وه.

نومړې زیاته کړه، چې د پاکستان په هکله د واشنګټن د نویو پرېکړو په لړ کې دا ځل له دغه هېواد سره ټولې امنیتي مرستې هم درولې ده، تر هغه چې پاکستان حکومت د ترهګرو پر ضد او په خاصه توګه د طالبانو او حقاني شبکې پر خلاف پرېکنده اقدامات نه دي کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. اگر امکان داشته باشد اخبار تان را به فارسی هم نشر کنید چون همه مردم افغانستان پشتو یاد ندارند.با تشکر
    اعظم ادریسی
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید