خانه افغانستان د جوزجان په مرکز شبرغان کې درې‌پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي 

د جوزجان په مرکز شبرغان کې درې‌پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي 

0
50

د اسلامي امارت ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د جوزجان ولایت په مرکز، شبرغان کې د یو درې‌پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوې ده.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې دا طرحه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې تایید شوې، او دا سوداګریز مارکېټ د ښاروالۍ پر ځمکه په دریو پوړونو کې جوړېږي. 

د اعلامیې له مخې چې یادې غونډې ته همداراز د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د ساري ناروغیو د معاینې او تشخیص لابراتوارونو د جوړولو طرحه هم د بحث له پاره وړاندې شوې ده. 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت همداراز لیکلي چې له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې چې د عامې روغتیا وزارت دې د طرحې ټول اړخونه وارزوي او په دې اړه دې خپل راپور د پانګونې له بین الوزارتي کمیټې سره شریک کړي.

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د دا ډول سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې تایید شوې او عملي چارې یې پیل شوې وې، چې د ډېرو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

په هېواد کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم بلل کېږي.

بدون نظر

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید