بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په فلوریدا ایالت کې د ډزو له امله یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د فاکس نیوز د راپور له مخې چې دا پېښه د «تمپای» ښار په «سیتيبانک» سیمه کې د یو وسلهوال کس له لوري شوې ده.
ویل کېږي چې دغه وسلهوال کس لومړی په ښځه ډزې کړې او بیا یې په رسټورانټ کې له امنتیي ساتونکي (ګارډ) سره ډزې پیل کړې دي.
پولیسو ویلي چې د دې پېښې په اړه یې څه څېړنې پیل کړې دي.
تر دې مخکې هم په امریکا کې د ډزو ورته پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
په امریکا کې دا ډول پېښې تر ډېره په له بیروبار ډکو ځایونو کې کېږي، لکه ښوونځي، بازارونه، مذهبي ځایونه او نور چې لامل یې تر ډېره رواني ستونزې ښودل شوې دي.
د یادولو ده چې په بهرنیو هېوادونو کې ډېر ځله په نشهيي توکو روږدي کسان هم په ورته بریدونو لاس پورې او وخت ناوخت په له بیروبار ډکو ځایونو کې ډزې پیلوي.


