د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراټ مسلمان نوماند «عبدال السید» د میشیګان ایالت د سنا څوکۍ ګټلې او د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شوی دی.
نوموړي خپل جمهوريپال سیال «مایک راجرز» ته ماتې ورکړې، او د میشیګان ایالت د سنا څوکۍ یې د ډیموکراتانو لپاره ساتلې ده.
د راپورونو له مخې چې «عبدال السید» د فلسطین او ایران پر وړاندې د جګړو سخت مخالف دی. نوموړي د خپلو پلویانو په غونډه کې ویلي چې د میشیګان ایالت د خلکو خدمت به کوي.
هغه په خپلو خبرو کې همداراز ویلي چې جمهوريپالانو د ده د نوم او مذهبي باورونو په مطرح کولو سره د خلکو ترمنځ د تفرقې هڅه کوله، خو بیا هم د نوموړي په ناکامېدو نه دي توانېدلي.
د امریکا ډیموکراټ ګوند د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې وتوانېد چې د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ګوند «جمهوريپالو» څخه د سنا اکثریت څوکۍ وګټي او د دې مجلس کنټرول ترلاسه کړي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې ډیموکراټانو حتا د ټکساس، سوېلي کارولاینا او اوهایو په ګډون هغو ایالتونو کې هم د سنا مجلس اکثریت څوکۍ ګټلې چې د جمهوريپالو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي.
بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټانو دې بريا ته مبارکي ویلې او له دغه ګوند سره یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.


