د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې د دوی له لوري د خوست ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو کلیو ته د برېښنا شبکو غځونې پنځو پروژو چارې پيل شوې دي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژو کې د خوست متون او منګل کوټ کلیو، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ زنیخیلو او داخیو کلیو او صبریو ولسوالۍ ته د ۲۰ کېلوولټ شبکو غځونې چارې شاملې دي.
برېښنا شرکت په اېکسپاڼه لیکلي چې د یادو پروژو ټولیز لګښت ۳۷۷ میلیون افغانۍ دی چې پر مټ به یې له اوو زرو زیاتو کورنیو ته برېښنا ووېشل شي او پر استوګنیزو برخو سربېره به سوداګریزو او صنعتي برخو ته هم د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.
خبرپاڼه کاږي چې د افغانستان برېښنا شرکت په هېواد کې د شبکو غځونې متوازنې پراختیا ته ژمن دی او ټولو هېوادوالو ته د برېښنا رسونې او ملي شبکې بشپړتیا سترې موخې لپاره کار کوي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د برېښنا د یو شمېر پراختیایي پروژو چارې پيل شوې وې چې د ځینو کارونه یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
بلخوا په هېواد کې د برېښنا ځینې داسې فابریکې شته چې لسګونه کلونه مخکې یې د رغولو ژمنې شوې، خو تر اوسه هم نه دي عملي شوې.


