خانهنړۍډیموکرات ګوند له «جمهوري‌پالو» څخه د سنا اکثریت څوکۍ وګټلې 

ډیموکرات ګوند له «جمهوري‌پالو» څخه د سنا اکثریت څوکۍ وګټلې 

د امریکا ډیموکراټ ګوند د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې وتوانېد چې د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له ګوند «جمهوري‌پالو» څخه د سنا اکثریت څوکۍ وګټي او د دې مجلس کنټرول ترلاسه کړي. 

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې ډیموکراټانو حتا د ټکساس، سوېلي کارولاینا او اوهایو په ګډون هغو ایالتونو کې هم د سنا مجلس اکثریت څوکۍ ګټلې چې د جمهوري‌پالو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې د ډیموکراتانو د څوکیو شمېر ۵۱ ته رسېدلی.

بلخوا «سي‌بي‌اېس» نيوز خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ډیموکراټانو دې بريا ته مبارکي ویلې او له دغه ګوند سره یې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.

بلخوا داسې اټکل هم کېږي چې ښايي ډیموکراتان د استازو جرګې څوکۍ هم وګټي او د دې مجلس کنټرول هم له جمهوري‌پالو څخه ترلاسه کړي. 

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې به د ډیموکراتانو بریا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ لپاره په راتلونکو دوو کلونو کې سرخوږی شي، او نوموړی به په خپلو ډېرو پرېکړو کې خپلواک اقدام ونه‌شي کولی. 

بلخوا ځینو امریکايي کارپوهانو د ډیموکراتانو دې بریا ته په غبرګون کې لیکلي چې د امریکا وګړي نور د ټرمپ له جګړه‌پالو سیاستونو ستړي شوي دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه