خانهافغانستانبلخ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي...

بلخ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي   

د بلخ امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه څلور کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي. 

د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې یوه پېښه د بلخ ولایت د کابل – مزار لویه لار د دوه سویفټ  موټرو د ټکر پرمهال شوې چې له امله یې درې کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي. 

سرچینې لیکلي چې بله پېښه پرون (سه‌شنبه) د مزارشریف په «دشت‌شور» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر پرمهال شوې چې یو کس پکې ژوند بایللی دی. 

په بلخ کې د اسلامي امارت ځایي مسوولینو د دې پېښو لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې، او ویلي یې دي چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي. 

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي. 

د یادولو ده چې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه