خانهنړۍد امریکا منځمهاله ټاکنې؛ تر دې دمه ډیموکراټ ګوند مخکښ ښودل کېږي

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ تر دې دمه ډیموکراټ ګوند مخکښ ښودل کېږي

د سي‌اېن‌اېن د ټاکنیزو پایلو ارزونې څانګه اټکل کوي چې ډیموکراټ ګوند د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهالو ټاکنو کې د استازو جرګې اکثریت ترلاسه کوي، او د ټاکنو په لومړیو پایلو کې یې ډیموکراټ ګوند له جمهوري‌پالو مخکې ښودلی دی.   

د راپورونو له مخې چې تر دې دمه ډیموکراټ ګوند مخکښ دی، او که پایلې وګټي، د جمهوري غوښتونکي ګوند اوږدمهاله واکمني به پای ته ورسول شي، او ورسره به د ټرمپ او کانګریس ترمنځ اختلافات زور واخلي.

د راپورونو له مخې چې د سنا جرګې په ټاکنو کې هم ډیموکراټ ګوند لږ تر لږه د دوو څوکیو د ګټلو په درشل کې دی او د نورو سیالو ایالتونو په ټاکنیزو سیالیو کې هم مخکښ ښودل شوی دی. 

د سیاسي چارو کارپوهانو ویلي چې که ډیموکراټ ګوند د سنا او استازو جرګو ټاکنې وګټي او جمهوري‌پالو ته ماتې ورکړي، دا به د ډونالډ ټرمپ د راتلونکو دوو کلونو لپاره تر ټولو سخت حالت وي.  

سنا او استازې جرګې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ واک محدودولی او په لویو پرېکړو کې لاس لرلی شي.  

ځینو کارپوهانو دا هم ویلي چې د ډیموکراټ ګوند له بریالي کېدو سره سم ښايي د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې لوری بدل شي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه