د ا.ا عامې روغتیا وزارت وایي چې د دغه وزارت د روږدو درملنې عمومي برنامې رییس، انعامالله عمار له ۱۸ کسیز دولتي پلاوي سره اوزبیکستان ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې ياد پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خصوصي سکټور او نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه په دوهورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.
روغتیا وزارت لیکلي، دا کنفرانس په ترمذ ښار کې جوړېږي چې پکې به د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او اړوندو برخو په اړه د ګډونوالو ترمنځ خبرې او تجربې تبادله شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې څو کلونو راهیسې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوې او وخت ناوخت د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو متقابل سفرونه کړي دي.
څه موده مخکې هم د اوزبیکستان یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته راغلی و او دلته یې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره ناستې او بحثونه وکړل.
د یادولو ده چې دغه هېواد همېشه د افغانستان له روغتیايي سکټور سره د همکاریو پراخېدو ډاډ ورکړی دی.


